پاکستاني چارواکو الطاف حسین د ترورېزم په خپرولو تورن کړ

پاکستاني چارواکو د یوه مهم سیاسي ګوند مشر چې جلا وطن دی، د کراچۍ له تاوتریخجنو اعتراضونو وروسته په غدارۍ او د ترورېزم په خپرولو تورن کړ.

د متحده قومي غورځنګ پر مشر الطاف حسین تور پورې شوی چې په‎ خپله وروستۍ وینا کې یې پاکستاني ضد شعارونه ورکړي او تشدد ته‌یې لمن وهلې ده.

وروسته له دې چې د دوشنبې په ورځ الطاف حسین له لندنه د ټیلیفون له لارې په پاکستان کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه، ده د ګوند غړو د «اې،آر،وای» ټلوېزیون پر دفتر یرغل ور ووړ.

الطاف حسین رسنۍ په دې وغندلې چې د دوی د نه‌خوړلو شپږ ورځنی اعتصاب‌یې منعکس نه‌کړ.