د کونړ شلتن کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شو

د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د کوچنیانو د فلج یا پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیل شو.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر احسان‌الله فضلي پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو څلورو کلونو کې وسله‎والو طالبانو دې سیمې ته د پولیو واکسین د ورتګ مخنیوی کړی و.

په شلتن کې د واکسین کمپاین د قومي مشرانو او جرګو په مرسته او منځګړیتوب پیل شوی دی.

د ډاکټر فضلي په وینا، په ‎دې سیمه کې د واکسین د نشتوالي له امله لږ تر لږه څلور ماشومان فلج شوي دي.

ملګري ملتونه افغانستان د نړۍ له څو محدودو هېوادونو ګڼي چې لاهم کوچنیان د واکسین د نشتوالي له امله پولیو نیسي.

په کندهار او هلمند کې هم د پولیو دوه پېښې ثبت شوي دي.