د روسیې، جرمني او فرانسې مشران به د ۲۰ سترو اقتصادي قدرتونو په غونډه کې د اوکراین پر وضعیت خبرې وکړي.
د اوکراین په ختیځ کې د جګړې شدت او په کریمیا کې د کړکېچ زیاتېدو یو وار بیا دا اندېښنه پیدا کړې چې په منسک کې د اوربند موافقه ښايي ماته شي. دا موافقه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه.
کرېملېن وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون سې شنبې د اوکراین په ختیځ کې د روان وضعیت په اړه د جرمني له صدراعظمې او د فرانسې له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د اوکراین په ختیځ کې د دې هېواد حکومتي ځواکونه د روسیې د پلویانو بېلتون غوښتونکو پر وړاندې جنګېږي.
د کرېملېن په وینا، د درېیو هېوادونو مشران به د ۲۰ سترو اقتصادي قدرتونو د مشرانو غونډې په څنډه کې د اوکراین پر حالاتو د خبرو لپاره سره وګوري.
دا غونډه د سپټمبر له څلورو تر پنځو په چین کې کېږي.