د امریکا ولسمشر مرستیال جوبایډن د بالتیک سمندرګي پر غاړه پرتو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې واشنګټن به د دې سیمې د امنیت ټینګولو لپاره د ناټو تعهد په پام کې وساتي.
بایډن د استونیا، لاتویا او لیتوانیا پر ولسمشرانو غږ وکړ چې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ خبرې جدي ونهانګېري.
ټرمپ په وروستیو کې وویل چې د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې به متحد ایالات د ټولو غړو هېوادونو د دفاع لپاره د ناټو له تعهده وباسي.
جوبایډن پرون سې شنبې په لاتویا کې د ډونالډ ټرمپ دا خبرې رد کړې او ویېویل چې د ناټو لپاره د امریکا په دواړو ګوندونو کې ملاتړ زیات دی.