د ایټالیا پولیسو پرون سې شنبې د یوه افغان ځوان د نیولو خبر ورکړ چې تر یوې لارۍ لاندې تړل شوی او نېږدې ۴۰۰ کېلو مټره واټنیې وهلی و.
د رپوټونو پر اساس، د ایټالیا پولیسو ته یو شمېر کسانو چې پر موټرسایکلیې سفر کاوه او د لارۍ په تلپوري یې دا هلک لیدلی و، خبر ورکړی دی.
د لارۍ چلوونکی د بلغاریا تبعه دی او پولیسو تهیې په دې اړه چې دې افغان هلک څرنګه ځان د ده په موټر پورې تړلی و، بې خبري څرګنده کړې ده.
د لارۍ چلوونکی له ترکیې د اسپانیې په لور په حرکت کې و.
د ایټالیا حکومت د نیول شوي افغان پناه غوښتنه رد کړې او امر یې کړی چې په اووه ورځو کې ځان له دې هېواده وباسي.
د روان کال له پیل راهیسې یو لک پناه غوښتونکي ایټالیا ته رسېدلي دي.
زیات کسان د اروپا بډایو هېوادونو ته د رسېدو په تمه په ایټالیا کې د نومونو له ثبتولو ډډه کوي.