په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د سپین بولدک او چمن تر منځ سیمه کې د یو شمېر کسانو له لوري د پاکستان بیرغ ته د اور اچولو پېښه وغندله او ویېویل چې بیرغ د یوې ځانګړې ادارې نه بلکه د یوه هېواد او ولس استازیتوب کوي.
زاخېلوال پرون سې شنبې پر ټویټر وویل:
"هغه کسان چې د پاکستان بیرغیې سوځولی د افغانستان د حکومت او خلکو استازي نهدي. افغانان او د افغانستان حکومت د پاکستان یا بل هېواد ولس ته د داسې سپکاوي ملاتړ نهکوي."
د زاخېلوال په وینا، تر دې پېښې وروسته پاکستان حکومت د چمن او سپین بولدک لاره بنده کړه چې له املهیې د دواړو خواوو ولسونو ته زیات تاوان رسېدلی دی.
د بولدک او چمن لاره له تېرې چهارشنبې راهیسې بنده ده.
په کندهار کې چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې د لارې بندېدو له امله د مېوې سوداګرو ته زیات مالي تاوان رسېدلی ځکه هوا ډېره ګرمه ده.
کندهار چارواکي وايي چې په دې ولایت کې يې د پاکستان له قونسل سره رسمي
خبرې کړي او په اسلاماباد کې هم له افغان لوري د دې ستونزې د حل سیاسي هڅې روانې دي.