د وروستیو راپورونو له مخې، د ایټالیا د نن ورځې زلزله کې لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي دي.
په دې زلزله کې چې شدتیې د ریښتر په حساب ۶.۲ درجې و او د ایټالیا د پلازمېنې روم په ګډونیې د دغه هېواد مرکزي سیمې ولړزولې، په لسګونو کلي ویجاړ شوي دي.
د زلزلې مرکز ته نېږدې د ریتي سیمې ودانیو ته زیان اوښتی او برېښنا پرچاو شوې ده.
د زلزلې له ټکانونو سره چې په درې نیمې بجې احساس شول، خلک په منډه سړکونو ته ووتل.
پخواني:
یوې نسبتاً زورورې زلزلې نن سهار وختي د ایټالیا پلازمېنې روم په شمول د دغه هېواد مرکزي سیمې ولړزولې.
راپورونه وايي، د دې زلزلې له کبله چې شدتیې د ریښتر په حساب ۶.۱ درجې و، د زلزلې مرکز ته نېږدې د ریتي په سیمه کې ودانیو ته زیان اوښتی او برېښنا پرچاو شوې ده.
د زلزلې له ټکانونو سره چې په درې نیمې بجې احساس شول، خلک په منډه له کورونو ووتل.