د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د وروستیو جګړو له امله په دغه ولایت کې څه باندې درې زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د دغه ولایت د کډوالو چارو رئیس سید عبدالسلام هاشمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په یادو کورنیو کې زر د خان اباد له ولسوالۍ او څه باندې دوه زره یې د کندز ښار اړوندو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.
ښاغلي هاشمي وايي چې د سروې ټیمونو کارونه پیل کړي چې له دقیقو معلوماتو وروسته به ورسره لومړنۍ مرستې وشي.
کندز د افغانستان یو له هغو شمالي ولایتونو څخه دی چې وخت ناوخت وسلهوال طالبان پر دولتي تاسیساتو او افغان سرتېرو حملې کوي او ویل کېږي چې ډیری زیانونه ملکي خلکو ته اوړي.