ادریان: د عراق موصل کې ښایي له یو میلیون وګړو زیات بې ځایه شي

د ملګروملتونو د کډوالو اداره خبرداری ورکوي چې د اسلامي دولت له ډلې د عراق د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره د پوځي عملیاتو په ترڅ کې به ښایي له یو میلیون وګړو زیات له خپلو ځایونو بې ځایه شي.

د UNHCR ویاند ادریان اډوارډس نن په جینوا کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې زموږ په باور په موصل کې د بې ځایه شویو وضعیت به ډېر خراب شي او پر بشري وضعیت د پوځي عملیاتو اغېز به زیات وي چې ښایي ۱،۲ میلیون وګړي متاثره کړي.

هغه زیاته کړه، د کمپونو لپاره نورو ځمکو او مالي منابعو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې عراقي امنیتي ځواکونو د امریکا د هوایي بمبارۍ په ملاتړ په دې هېواد کې ډېرې سیمې له سخت دریځو بېرته نیولي دي.

د عراق پوځ چې د هېواد په شمال کې یو شمېر کلي بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوستی د لوی موصل ښار په وړاندې د پرمختګ د هڅو په ترڅ کې له اسلامي دولت ډلې د قیاره ښارګوټي د بېرته نیولو لپاره تیاری نیسي.