د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسؤلین وايي چې د کرنې په برخه کې د ولایتونو رئیسان باید خپلې کرنیزې پروژې نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر نن یو شمېر ولایتونو ته د نویو رئیسانو د معرفي کولو په پروګرام کې د کار پر شفافیت، د بودجې په لګولو او د نوي کال لپاره پر چمتووالي ټینګار وکړ.
ښاغلي ضمیر نویو مقرر شویو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ښځو رول ته جدي پاملرنه وکړي.