احدي: حکومت دې خپلمنځي اختلافات یوې خواته کړي

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر له حکومت غواړي چې خپلمنځي اختلافات یوې خواته او د خلکو ستونزو ته رسیده‎ګي وکړي.

د دغې جبهې رئیس انوارالحق احدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ملي یووالي حکومت مشران باید د بروکسل ناستې ته سم وړاندیزونه ارائه کړي.

ښاغلي احدي اوسنی حکومت یو نامشروع حکومت یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازې لار د جمهوري ریاست انتخابات دي چې باید ترسره شي.

احدي زیاته کړه:

"په اوږد مهال کې ملي جبهه وړاندیز کوي چې ملي یووالي حکومت دې ختم او پر ځای دې یو پراخ بنسټه ګډ حکومت رامنځته شي، د دغه حکوم غړي باید له سیاسي زون او مسلکیتوب څخه برخمن وي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ سیاسي کرکېچ زیات شوی او خلک‌یې سخت اندېښمن کړي دي.

خو د حکومت مشران وايي چې د دوی تر منځ خبرې پیل شوي او ژر به یاده ستونزه هواره شي.