فیصل: ولسمشر او اجرائیه رئیس به راتلونکې پنجشنبه سره وګوري

د افغانستان ملی یووالي حکومت اجرائیه ریاست وايي، ټاکل شوې چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله د دویم ځل لپاره د پنجشنبې په ورځ په خپلو کې سره وګوري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتي نظام اصلاح، د انتخاباتو جوړول او د لویې جرګې رابلل هغه موضوعات دي چې دواړه مشران به پرې بحث وکړي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"له پلان سره سم ولسمشسر او اجرائیه رئیس به د پنجشنبې په ورځ د سیاسي توافقنامې د تطبیق په اړه ملاقات وکړي، ولسمشر به د سیاسي توافقنامې په اړه خپل نظر له اجرائیه رئیس سره شریک کړي، له دې وروسته درېیمه ناسته هم کېږي او په هغه کې به د تېرو دوو ناستو د موندنو او نتایجو د ترلاسه کولو ناسته وي."

دا په‎ داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې له سیاسي کړکېچ وروسته ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپلو کې سره کېناستل او د سیاسي موافقتنامې پر تطبیق‌یې خبرې وکړې.