لارېجاني: روسۍ الوتکې لاهم د همدان له پوځي اډې کار اخلي

د ایران د پارلمان رئیس علي لاریجاني وایي، روسی الوتکې تر اوسه د ایران له پوځي اډې په سوریه کې د حملو لپاره کار اخلي.

لاریجاني دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د اوس لپاره د همدان له هوایي اډې د روسیې استفاده پای ته رسېدلې.

لاریجاني چې نن د پارلمان غونډې ته وینا کوله وویل، د روسیې بم غورځونکې الوتکې تر اوسه د همدان له پوځي اډې کار اخلي.

ښاغلي لاریجاني زیاته کړه:

"دا کار تراوسه نه‎دی درېدلی. لکه څنګه کې مخکې مې هم ویلي و، ایران او روسیه د ترورېزم په وړاندې جګړه کې متحد دی. دغه همکارۍ د سیمې د مسلمانو وګړو په ګټه ده. په همدان کې هیڅ یوه پوځي اډه هیڅ یوه ستر قدرت ته نه‎ده ورکړل شوې. مخکي مې هم ویلي و چې له دغې اډې یوازې د تیل اخېستو په مقصد کار اخېستل شوی."

تهران او مسکو د سوریې د ولسمشربشارالاسد ملاتړي دي او له هغه سره یې مرسته کړې چې په قدرت کې پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دا تر اوسه نه‎ده معلومه چې ایا په رښتیا له دې اډې د روسیې استفاده درېدلې ده.