د ارمنستان یوې محکمې هغه روسی سرتیری په عمري بند محکوم کړ چې په ۲۰۱۵ کال د یوې ارمني کورنۍ د اوو غړو په وژلو تورن و.
د محکمې په فیصله کې نهدي ویل شوي چې والري پیمیاکوف به چې د روسیې پوځ د خصوصي څانګې سرتېری دې چېرې دغه بند تېروي.
په ۲۰۱۵ میلادي کال د قتل له دغې پېښې سمدستي وروسته هغه د جنوبي قفقاز په سیمه کې د روسیې د پوځ له ګارنېزیونه د رخصتۍ له اسنادو پرته تښتېدلی و چې وروسته د روسیې پوځي محکمې هغه ته له پوځ څخه د تېښتې او نورو مواردو په خاطر د لسو کالو بند سزا ورکړه او د ارمنستان چارواکو ته وسپارل شو چې هلته د قتل په تور محاکمه شي.