کندز ته د غځېدلې برېښنا مزي د پُل الچین سیمه کې پرې شوي

د کندز برېښنا شرکت وايي چې د جګړو په پایله کې دغه ولایت ته غځېدلي د برېښنا مزي د پل الچین سیمه کې پرې شوي دي.

د دغه شرکت رئیس انجنیر حمیدالله نن ازادي راډیو ته وویل دا چې په سیمه کې وسله‌والو طالبانو له افغان ځوکونو سره په جګړه بوخت دي، انجنیران نه‌شي کولای یاده ستونزه حل کړي.

بل‌خوا د کندز یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې د برېښنا له نه‌شتون شکایت کوي وايي چې په دوکانونو کې هر څه خوسا شوي دي.

تېره اوونۍ کندز د سختو جګړو شاهد و، د دغه ولایت والي اسدالله عمرخېل ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به یاد ولایت له وسله‌والو مخالفانو څخه تصفیه کړي.