عبدالله: د ټاکنو قانون مسودې تصویب ټاکنو ته لار هواروي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د وزیرانو شورا له لوري د انتخاباتو د قانون د تعدیل مسودې تصویبېدل د انتخاباتو ترسره کېدو ته لاره هواره وي.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې نن د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ له خوا د یوې سروې د اعلان په غونډې کې وکړې.

هغه زیاته کړه:

"د انتخاباتو د قانون په برخه کې پرون یو پرمختګ و شو، یوه پرېکړه و شوه چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې ده او دا د انتخاباتو تر سره کېدو ته لاره هواروي."

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، کله چې انتخابات وشي، نو د هغې لویې جرګې رابللو ته لاره هوارېږي چې په اساسي قانون کې یې وړاندوینه شوې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د قانون مسوده پرون ناوخته د کابینې لخوا تصویب شوه.

په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شوی او ښاغلي عبدالله یو ځل بیا د سیاسي موافقنامې په پلې کېدو ټینګار وکړ چې انتخابات او د لویې جرګې جوړېدل هم په کې شامل دي.