ترکیې له سوریې سره د پولې په اوږدو کې حملې پیل کړي

ترکیې له سوریې سره د پولې په اوږدو کې د امریکا ملاتړو کرد ملېشو او د اسلامي دولت ډلې پر سنګرونو بریدونه پیل کړي دي.

د ترکیې پوځ د سې شنبې په ورځ په سرحدي ښارګوټو جرابلس او منبج د سخت دریځې داعش او د «YPG» کرد ملېشو پر اهدافو حملې وکړې.

دا هغه سیمې دي چې په دې وروستیو کې کرد ځواکونو د امریکا په ملاتړ له سخت دریځو نیولي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاوش اوغلو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د هېواد سرحدي سیمې باید له داعش ډلې چې حکومت په وروستۍ خونړۍ حمله کې په لاس لرلو تورنه کړې، په بشپړه توګه پاکې شي.

د ترکیې په جنوب کې د اګسټ په شلمه د واده پر مراسمو په یوه ځان وژونکې حمله کې ۵۳ کسان مړه او په لسګونو نور ټپیان شول.