د پاکستان ځانګړو ځواکونو وروسته له هغې په کراچۍ کې د یوه ستر ځواکمن سیاسي ګوند مرکزي دفتر بند کړ او پنځه مشرانیې ونیول چې د دې ګوند غړو په دې ښار کې د یوه ټلوېزیوني کانال پر دفتر حمله وکړه.
د ځانګړو ځواکونو قومندان خرم شهزاد نن رویټرز خبري آژانس ته وویل چې دوی د متحده قومي غورځنګ د ګوند دفترونه، د رسنیو څانګه او هوټل وتاړه او یو شمېر وسلې یې هم ضبط کړې.
دغه ګوند وویل چې پنځه مشرانیې توقیف شوي دي.
د متحده قومي غورځنګ کارکوونکو وروسته له هغې د «ARY» خبري ټلوېزیوني کانال پر دفتر حمله وکړه، پر هغهیې ډزې وکړې او دفترونهیې مات کړل چې دغه ټلوېزیون د دې ګوند جلا وطنه مشر عاطف حسین تورن کړ چې شپږ ورځنی د نهخوړلو د اعتصاب په اړهیې راپورونه نهدي ورکړي.
برید کوونکي وروسته د ټلوېزیون د دفتر په مخ کې له پولیسو سره ونښتل چې یو تن پهکې مړ او څو تنه ټپیان شول.