د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، کیوبا ته د هغه سفر به د هاوانا او تهران په اړیکو کې یو نوی فصل پيل کړي.
ظریف له یوه لوی تجارتي پلاوي سره کیوبا ته تللی او پرون دوشنبهیې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر برونو رودریګز سره وکتل.
ایران له کیوبا سره ښه روابط لري.
د کیوبا بهرنیو چارو وزیر د ایران د بریالۍ بهرنۍ کړنلارې ستاینه وکړه او یو وار بیا یې د خپل حکومت پر دې دریځ ټینګار وکړ چې ټول هېوادونه باید د ځانګړو اهدافو لپاره، د اټمي انرژۍ د درلودلو حق ولري.
تهران له نړیوالو قدرتونو سره د اټمي موافقې پر اساس د نړیوالو له اقتصادي بندیزونو وتلی او هڅه کوي چې له کیوبا سره تجارتي راکړه-ورکړه زیاته کړي.
محمد جواد ظریف او ورسره تللی پلاوی به د لاتینې امریکا هېوادونو ته په دې شپږ ورځني سفر کې چیلي او نیکاراګوا ته هم ولاړ شي.