د ايټالیا، فرانسې او جرمني مشرانو د اسلامپالو وسلهوالو د ګواښ په وړاندې د ګډو امنیتي تدابیرو ژمنه وکړه.
د ایټالیا صدراعظم ماتیو رنزي، د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پرون دوشنبې د خپلو ځوانانو لپاره د اقتصادي ملاتړ د پروګرامونو د پیلولو موافقه هم وکړه.
د درېیو هېوادونو مشران پرون په خپلو کې د کورنیو او بهرنیو دفاعي همکاریو د پراختیا، د زیاتو استخباراتي معلوماتو د شریکولو او سرحدي امنیت د لاټینګولو ژمنه وکړه.