د بامیان په مرکز کې پرون دوشنبې د ښځو د لاسي کارونو یو نندارتون پرانیستل شو.
دا نندارتون د ښار په زنانه بازار کې د کلیوالي صنعت د پراختیا ادارې په مرسته جوړ شوی دی.
د دې پروګرام مسؤل غلام نبي جهش په بامیان کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په دې نندراتون کې د ښځو شخصي او ډلهییز کار نمونې نندارې ته وړاندې شوي دي.
دا ښځې هیله لري چې په دې ډول به د خپلو محصولاتو لپاره په کور او بهر کې خریداران پیدا کړي.
په دې درې ورځني نندارتون کې لاسي ټغر، لیمڅي، شړۍ، خامکي او د مریو کارونه نندارې ته ايښودل شوي دي.