په پلخمري کې پرون دوشنبې یوه ځوانه ښځه د بازار په منځ کې ووژل شوه.
د بغلان امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل چې دا ښځه ۲۰ کلنه او د یوه ماشوم مور وه.
د بشارت په وینا، دا ښځه د هغې طلاق شوي مېړه د پلخمري په بازار کې په چاقو ووهله او ویې وژله. حمله کوونکی نیول شوی دی.
تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې د بغلان په ګذرګاه ولسوالۍ کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ چې د مېړه په کور کې شکنجه شوې وه، مړه شوه.