حیات: ۸۰۰ ټنه خوارکي مواد هلمند ته د رسېدو په حال کې دي

د هلمند والي حیات‌الله حیات وايي، لږ تر لږه ۸۰۰ ټنه خوارکي مواد له کابله د ور رسېدو په حال کې دي او نن سې شنبې په دې ولایت کې د جګړې له امله بې‌ځایه شویو کورنیو ته د مرستې لړۍ پیلېږي.

د هغه په وینا، له بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرستې د هلمند او کندهار د لویې لارې د بندېدو له امله ځنډېدلې وې.

د هلمند والي پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو پر دې لار زیات ماینونه ایښي وو خو نوي فیصده‌يې پاک شوي دي.

حیات‌الله حیات زیاته کړه:

"تر اوسه موږ سلګونه ماینونه پاک کړي دي. د دې سړک پر عاجل ترمیم اخته یو . هغه کندې او تخریب چې د ماینونو د چاودنې له امله رامنځته شوی، په ډکولو او سمولو یې لګیا یو."

د هلمند والي څرګنده کړه چې د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې د جګړې له امله لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسان بې کوره شوي چې لښکرګاه او نورو سیمو ته‌یې پناه وړې ده.