د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي چې په سوریه کې د داعش ډلې د ځپلو په مقصد د پوځي همکاریو په اړه د امریکا او روسیې خبرې وروستي پړاو ته نېږدې شوي دي.
ښاغلي کري پرون کینیا ته د سفر پر مهال وویل چې اوس مهال په دې اړه خبرې اترې روانې دي.
ښاغلی کري وايي:
"په را روانو ورځو کې به زموږ استازي ټیمونه سره وګوري. ګورو به چې دا بحثونه کومې خواته ځي او په غالب ګومان په پای کې بهیې زه او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وګورو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه چې یوې خوا ته د روسیې او ایران په څېر هېوادونه چې د روسیې د رژیم ملاتړ کوي او بلخوا ته امریکا او متحدانیې چې د بشارالاسد د رژیم د مخالفو ډلو ملاتړ کوي باید د سوریې د جګړې د ختمولو لپاره ګډ کار وکړي.