په عراق کې یو بریتانوی ماین پاک وژل شوی

د عراق په رمادي ښار کې د ماین پاکۍ د یوې مؤسسې یو بریتانوی کارکوونکی په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې دغه بریتانوي وګړي چې په رمادي ښار کې یې د ماین پاکۍ دنده درلوده د یوه ماین د شنډولو پر مهال وژل شوی.

رمادي د عراق هغه ښار دی چې په ډېرو برخو کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

د ماین پاکۍ اړوندې مؤسسې د دې مأمور نوم نه‌دی اعلان کړی خو ویلي یې دي چې یو بریتانوی د خپلې دندې پر مهال وژل شوی دی او زیاتوي چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په رمادي کې د ماین پاکۍ پر مهال یو لوېدیځوال متخصص وژل کېږي.