د قزاقستان چارواکي وايي، د دفاع او ماليې وزارت ځيني افسران د اداري فساد په تور له دندو ګوښه او د دوو مياشتو لپاره تر محاکمه مخکې زنداني شوي دي.
د استانا ښاري محکمې مطبوعاتي څانګې نن ازادي راډيو ته ویلي چې ۱۰ کسان چې په کې شپږ چارواکي او څلور سوداګر دي، د اګسټ مياشتې په سر کې ونیول شول.
په نيول شويو کې يو لوړ پوړی چارواکی د وسلهوال ځواکونو د تخنیکي او مادي ملاتړ ادارې څخه يو ډګروال تولميس ژوم قاضيېف شامل دی.