دهقان: روسان غواړي وښيي چې د نړۍ ستر ځواک دی

د ايران د دفاع وزير پر روسیي انتقاد کړی دی او وايي، په سوریه کې د ايراني هوايي اډو کارولو په اړه په څرګنده توګه ويل د ځان ښکاره کولو په معنی دی چې هېچا ته نه ښايي ووايي.

د ايران ملي تلويزیون نن د جنرال حسېن دهقان له خولې ويلي چې روسان غواړي وښيي چې د نړۍ ستر ځواک دی.

دا خبرې په داسې حال کې دي چې روسيې تېره اوونۍ په سوریه کې د هوايي حملو لپاره د ايران اډې کارول پيل کړې.

دواړه تهران او مسکو د سوريې د ولسمشر بشار الاسد ملاتړ کوي.

د ايران د پارلمان وکیلانو تېره اوونۍ اعتراض وکړ چې د روسيې له خوا د ايران د اډو کارول د ايران د اساسي قانون څخه سرغړونه ده او د قانون له مخې په دغه هېواد کې د هر ډول بهرني پوځ حضور منع کړل شوی دی.

دهقان د اګسټ په شلمه نېټه وويل چې روسي هوايي الوتکې د ايران په همدان هوايي اډه کې نه دي ځای پر ځای شوي بلکه د یوه تمځای په توګه يې کاروي.