عبدالله: د وسله‌والو مخالفینو د روانو حملو مخه به ونیول شي

د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله‌والو مخالفینو د روانو حملو مخه ونیول شي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا خبرې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"انشاالله چې په راتلونکو څو ورځو او یا څو اونیو پورې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو مخالفانو له لوري د روانو پیل شوو جګړو مخه ونیول شي."

اجرائیه رئیس دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په تېرو څو اونیو کې د بغلان، کندز ، هلمند او تخار یو شمېر سیمې د وسله‌والو طالبانو لاسته ورغلي خو وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل چې دغه سیمې ونیسي.