د افغانستان د سوک وهنې یو شمېر لوبغاړي د تمریناتي کمپ لپاره روسیې ته ولاړ.
د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون د همغږۍ مسؤل وحید الله حمیدي، نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې یاد تمریناتي کمپ د روسیې په اومسک ښار کې جوړ شوی چې د افغانستان له خوا ورته دوه نجونې او دوه هلکان د تمرين لپاره له یوه هیئت سره یوځای ورغلي دي.
نوموړی د یاد سفر هدف نړیوالو لوبو ته د افغان سوک وهنې لوبغاړو چمتووالی ښيي او زیاتوي چې یاد لوبغاړي د افغانستان د پوهنتونو د استازو په توګه هلته تمرین کوي.
د یادونې ده چې دغه تمریناتي کمپ به د سپټمبر د میاشتې په پنځمه نېټه پیل او په اتلسمه نېټه پای ته رسېږي.