د نوي ملي جبهې په نوم د حکومت سیاسي اپوزیسیون وایي، د افغانستان روان کړکیچن سیاسي وضعیت د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو په روحیې منفي اغېز کړی.
انوارالحق احدي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په دوام اندېښنه څرګنده کړه.
ښاغلي احدي زیاته کړه:
"کله چې حکومت په کور دننه ستونزې ولرې، متحد نه وي او شدید سیاسي اختلافات موجود وي، په هغه صورت کې د حکومت تمرکز هم لکه څنګه چې لازمه وي امنیتي برخې ته نه وي نو طبعاً دا خپل منفي اغېز لري."
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې پهدې وروستیو کې د هېواد امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی او په تیرو څو اونیو کې د بغلان، کندز، هلمند او تخار یو شمېر سیمې د وسلهوالو طالبانو لاسته ورغلي خو وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل چې دغه سیمې ونیسي.