د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت مسؤلین وایي په دې ورستیو ورځو کې يې په هېواد کې یو شمېر نندارتونونه جوړ کړي چې د بازار موندنې او د متشبثینو د اقتصادي او سوداګریزې پراختیا په برخه کې يې ښه نتیجه ورکړې.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمی ازادي راډیوته وویل چې په تېره اوونۍ کې یو نندارتون په ننګرهار او د یکشنبې په ورځ یو نندارتون په بلخ او پروان کې جوړ شوی و چې نن یې ورستۍ ورځ ده، د دې تر څنګ یو نندارتون نن په بامیان ولایت کې جوړېږي چي اکثره ګډون کونکي به یې ښځې وي.
د ښاغلي رستمي په خبره د نن ورځې په نندارتون کې چې په بامیان ولایت کې جوړ شوی تر ۲۰۰ ډېرو متشبثینوته غرفي کېښودل شوې.