عبدالله: حکومتي ادارې دې پروګرامونه تر بروکسله نهایي کړي

د افغانستان اجرائیه رئیس هیله څرګندوي چې حکومتي ادارې خپل پروګرامونه تر بروکسل ناستې پورې نهایي کړي.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې همدارنګه له ټولو ادارو څخه وغوښتل څو په‎ دې برخه کې په ګډې همغږۍ کار وکړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"ان شاالله هغه کارونه چې په تېرو څو اوونیو کې ترسره شوي دي په هغه سره د بروکسل ناستې د چمتووالي لپاره کارونه نهايي شوي، البته نورې برخې پنځه نور کلونه وخت نیسې چې هغه برخې هم جدي پاملرنې او دوامدارو کارونو ته اړتیا لري."

ټاکل شوې چې د بروکسل ناسته د روان میلادي کال د اکټوبر په څلورمه او پنځمه په بلجیم کې جوړه شي.

تمه ده چې په دې غونډه کې د ۷۰ هېوادونو استازو تر څنګ د شاوخوا ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي د افغانستان سره د مالي او سیاسي همکاریو پر دوام بحث وکړي.