د جوزجان امنیتي چارواکي وايي چې د ماین په یوه چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان رحمتالله ترکستاني ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېره ورځ په قوش تپې ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومانو د وسلهوالو طالبانو له لوري پر خښ کړای شوي ماین لوبې کولې.
د یو بل خبر له مخې د دغه ولایت امنیتي چارواکي تائیدوي چې دوه سیمهییز پولیس له یو رنجر سره وسلهوالو طالبانو سره یوځای شوي دي.
امنیه قوماندان ښاغلی ترکستاني زیاتوي چې دغو پولیسو د قوش تپې ولسوالۍ په جرقدوق سیمه کې دندې درلودې چې تېره ورځ له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.