بهرنیو چارو وزارت کې ستوري ماڼۍ پرانیستل شوه

د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د ستوري ماڼۍ چې د هند هېواد په مرسته بیا رغېدلې ده د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

د دغې ماڼۍ د پرانیستې په غونډه کې ولسمشر غني د هند له اوږدمهالو مرستو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا یې ټينګار وکړ.

دې سره هممهاله د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چې دغې غونډې ته د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کولې، افغانستان سره له نېږدې دوستانه اړیکو یادونه وکړه او د ستوري ماڼۍ پرانېسته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نېږدې همکاریو د دوام نښه وګڼله.

ښاغلي مودي همدارنګه وویل د هند ټول وګړي د افغانانو ترڅنګ دي او د افغانستان د پرمختګ لپاره به هیڅ ډول هڅه ونه سپموي.