د امريکا متحدو ايالتونو او جنوبي کوريا نن خپل ګډ کلني پوځي تمرينات پيل کړل.
شمالي کوريا د دغو تمريناتو په اړه د ځوابي اقدام خبردارى ورکړى دى.
د شمالي کوریا د دولتي تلويزيون يوه ويندوې ويلي:
"اټمي جګړه ماران باید په فکر کې ولري چې که دوی د حملې لږ نښې هم ښکاره کړي، شمالي کوریا به د دغې پارونې سخت ځواب ووايي او د اټمي حملې په توګه به سيول او واشنګټن دواړه ایره کړي."
په دغو تمريناتو کې ٢٥زره امريکايي پوځيان او د جنوبي کوريا ٥٠ زره سرتېري برخه لري.
دغه تمرينات به د وږي يا سنبلې تر ١٢مې روان وي.
پيونګ يانګ وخت ناوخت د اټمي حملو دغسې ګواښونه کوي.