روسیه کې پر خبریالې "لاتینینا" د حملې په اړه تحقیقات کېږي

روسي چارواکي پر خبریالې یولیا لاتینینا «Yulia Latynina» چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له منتقدانو څخه ده د فاضله موادو د حملې په اړه تحقیقات کوي.

د روسیې حکومت پلويو رسنیو پرون راپور ورکړ چې پولیسو د یوې ورځې مخکې هغې حملې په اړه تحقیقات کوي چې پر مېرمن لاتینینا د مسکو په مرکزي برخه کې په داسې حال وشوه چې هغه د ایکو مسکو «Ekho Moskvy» راډیو دفتر ته د کار لپاره روانه وه.

نوموړې په دې راډیو کې د سیاسي بحثونو یو پروګرام چلوي.

لاتینینا وايي، دا چې له خپل موټر څخه کوزېدله، هلته دوه کسان چې د موټر سایکل چلوونکو خولۍ یې پر سر وې ورته سترګې په لار وو، یوه‌یې د دې پر سر د فاضله موادو سطل واړاوه او وروسته له خپل ملګري سره په موټر سایکل وتښتېد.

دې روسۍ خبریالې له حملې سمدستي وروسته په خپله خپرونه کې وویل چې دې کسانو نارې وهلې چې تا پر روسیې کثافات اړولي.

د روسیې ژورنالېستانو ټولنې په یوه بیان کې وویل چې دا حمله د دې ټولنې په نظر د لاتینینا له مسلکي فعالیتونو سره اړیکه لري.