د ترکیې ولسمشر وايي، د دې هېواد په جنوب ختیځ ښار غازیان تپه کې انتحاري حمله چې له پنځوسو زیات کسانیې ووژل یوه ماشوم کړې وه.
رجب طیب اردوغان پرون په استانبول کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دې ماشوم عمر د ۱۲ او ۱۴ کلونو تر منځ و چې یا یې خپله ځان الوزولی او یا د کوم بلچا په وسیله الوزول شوی دی.
ښاغلي اردوغان وویل، په دې چاودنه کې ۵۱ کسان وژل شوي او د ۶۹ ټپیانو له ډلې د ۱۷ کسانو حالت نازک دی.
د غازيان تپې د حملې مسؤلیت تر اوسه هېڅ ډلې نهدی منلی، خو اردوغان وویل چې دا د اسلامي دولت ډلې یا داعش لهخوا ترسره شوې حمله وه.
اردوغان زیاته کړه چې د دې ډول حملو هدف په ترکیه کې د قومي او مذهبي نفاق پراخول دي خو ده ټینګار وکړ چې ترکان به د یوه ملت په توګه یو موټی پاتې شي.
د غازیان تپې حمله په ترکیه کې دننه د مخالفو ګوندونو او د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو لهخوا غندل شوې ده.