غور کې یوې مېرمنې د کورني تشدد په نتیجه کې ځان وژلی

راپورونه وايي چې په غور ولایت کې یوې مېرمنې د کورني تشدد په نتیجه کې خپل ځان وژلی دی.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ازادي راډیو ته وویل، د شهرک مهاجرین سیمې اوسېدونکې حواګل د شنبې په ورځ د تېزاب له خوړلو وروسته روغتون ته انتقال شوه خو وجود یې هومره زیانمن شوی و چې ډاکټرانو د هغې ژوند ونه‎شو ژغورلای.

د خطیبي په وینا دا مېرمن د کورني تشدد له کبله ځان وژنې ته اړه شوې ده.

د غور د والي ویاند زیاته کړه چې د دې مېرمنې خاوند او دوه تنه خپلوان د پېښې په تړاو نیول شوي دي او تحقیقات ترې روان دي.