مصر کې د وسله والو حمله کې ۲ پولیس وژل شوي

د مصر چارواکي وايي نن سهار د پلازمېنې قاهرې په شمال کې پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت ويلي، درېيو وسله والو چې په يوه بې نمبر پلېټه موټر کې سپاره وو، د منوفيه ولايت د سادات ښار په دلتا النيل سيمه کې پر پوسته ډزې وکړې.

د مصر روغتيا وزارت وايي په حمله کې درې پوليس او دوه ملکيان ټپيان شوي هم دي.

چا د پېښې مسووليت نه دى منلى او چارواکي وايي په دې اړه دوى څېړنه کوي.