د ننګرهار چارواکي وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو په نتيجه کې نږدې تر ٢٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه عمليات په حصارک ولسوالۍ کې شوي او په ٢١ وژل شويو وسله والو طالبانو کې د هغوى ٤ قوماندانان هم شامل دي.
اعلاميه زياتوي چې په دغو عملياتو کې ٢٧ تنه نور وسله وال ټپيان شوي دي.
ويل شوي چې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان قواوو لاس ته ورغلي دي.
بلخوا د هلمند مطبوعاتي دفتر ويل چې په مرکز لښکرګاه او دوو نورو ولسواليو کې په جلا جلا پېښو کې ٩ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.