عراق کې ۳۶ کسان د پوځیانو د وژلو په تور اعدام شول

عراقي چارواکي وايي ٣٦ کسان يې د سلګونو پوځيانو په وژنه کې د برخې اخيستو په تور په دار ځړولي دي.

پر دوى تور و چې په ٢٠١٤میلادي کال د داعش سخت دريځې ډلې له خوا د سلګونو پوځيانو په ډله ييزه وژنه کې لاس درلود.

د ذيقار ولايت والي يحيى الناصري وويل، دغه کسان نن په ناصريه زندان کې په دار وځړول شول.

کله چې په ٢٠١٤میلادي کال کې داعش ډلې شمالي ښار تکريت ونيوه، له سپايکر پوځي اډې يې شا و خوا ١٧٠٠ سرتېري ونيول.

دې سخت دريځې ډلې وروسته په انټرنټ کې داسې زړه بوږنوونکي عکسونه خپاره کړل چې په ډزو د دغو سرتېرو وژل کېدل يې ښوول.

يوې عراقۍ محکمې د روان کال په لومړيو کې تورن کسان د مرګ په سزا محکوم کړل.

د ذيقار د والي وياند وويل، کله چې د عراق ولسمشر د دغو کسانو د مرګ حکم توشيح کړ، محکوم شوي کسان تېره اوونۍ د ولايت مرکز ناصريه ته ولېږل شول.

د والي وياند وايي په ډله ييز ډول په ٤٠٠ وژل شويو کې ځينې يې د ذيقار ولايت اوسېدونکي وو.

وروسته له هغې چې داعش ډلې په ٢٠١٤میلادي کال کې د عراق ځينې برخې ونيولې، په سپايکر کې دغه ډله ييزه وژنه د دې ډلې تر ټولو دروند جنايت ګڼل کېږي.