ایران د لیري واټن توغندي دفاعي سیسټم عکسونه خپاره کړل

ايران د ليرې واټنه توغندي دفاعي سيسټم "باور درې سوه درې اويا" عکسونه خپاره کړل.

دا اول داسې دفاعي سيسټم دى چې په ايران کې جوړ شوى دى.

دغه عکسونه چې د ايران ګڼو خبري اژانسونو نن خپاره کړي، په کې ښکاري چې د ايران ولسمشر حسن روحاني او دفاع وزير حسين دهقان د دغه دفاعي سيسټم په وړاندې ولاړ دي.

د دولتي رسنيو د راپور له مخې د ايران ولسمشر حسن روحاني هغه تاسيسات وکتل چې دغه دفاعيسيسټم ته په کې پراختيا ورکړل شوې ده.

د ايران دفاع وزير وويل، باور ٣٧٣ دفاعي سيسټم د کروز ميزاييلو، بې پېلوټه الوتکو، جنګي الوتکو او باليستيک توغنديو د مخنيوي لپاره ډيزاين شوى دى.

د ايران ولسمشر په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، د ايران پوځي بودجه د تېر کال په نسبت دوه برابره زياته شوې ده.

حسن روحاني دغه راز نن په ايران کې د اول وار لپاره د جوړې شوې جنګي الوتکې انجن هم پرانيست.