خوګیاڼي: حصارک کې د طالبانو قوماندان نعیم خالد وژل شوی 

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو د جګړې قوماندان وژل شوی.

د یاد ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ویلي نعیم خالد چې په ننګرهار کې د طالبانو د جګړې قوماندان و د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې وژل شوی.

نوموړی وايي، په دې بریدونو کې تر سلو تنو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په حصارک ولسوالۍ کې وسله وال په شا تمبول شوي او اوس وضعیت ارامه دی.

وسله والو طالبانو په حصارک ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.