د ترکيې چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې پر يوه واده د بمي حملې په نتيجه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٣٠ ته ورسېد.
د سیمې والي علي یرلیکایا وویل، په دې حمله کې چې پرون ناوخته په غازي عنتاب ښار کې وشوه، ۹۴ تنه نور ژوبل شوي دي.
د ښار يوه اوسېدونکي ابراهيم اوزديمير رويټرز اژانس ته وويل:
"زموږ دوستان او ګاونډيان په دې ځاى کې وو، موږ خفه او دردېدلي يو، دا ظالمانه بريد و، موږ د دغسې دله ييزو وژنو ختمېدل غواړو، موږ په خاص ډول ښځو او ماشوماو مو درد ليدلى دى."
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل، په اغلب ګومان داعش ډله به د دې جرم عامل وي.
ده زياته کړه د دغسې بريدونو هدف په ترکيه کې د قومي او مذهبي ډلو تحريکول دي.
په همدې حال کې د ترکیې مرستیال صدراعظم محمد شیمشک وویل: "داسي ښکاري چې دا وحشیانه حمله انتحاري وي."
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی.
غازي عنتاب د سوريې د سرحد په ٦٤ کيلومترۍ کې پروت دى.