شمالي کوریا له جنوبي کوریا د خپلو اتباعو د ورسپالو غوښتنه کړې

شمالي کوريا خپل هېواد ته د رستورانت د هغو ١٢ کارګرو د ورستنولو غوښتنه کړې چې د روان کال په لومړيو کې يې جنوبي کوريا ته پناه يووړه.

شمالي کوريا په يوه اعلاميه کې چې د دغه هېواد دولتي اژانس نن خپره کړې ويلي، موږ بهتر هغو مبارزه کوو چې خپل دغه ښځينه اتباع وژغورو او خپل هېواد ته يې راستنې کړو.

دا د سيول د تېرې اوونۍ د اعلان په اړه د پيونګ يانګ اول عکس العمل ګڼل کېږي.

سيول تېره اوونۍ وويل چې د رستورانت ١٢ کارکوونکي او د دوى مدير وروسته له هغې له دولتي توقيف نه خوشې کړاى شول چې د دوى د قضيې څېړنه يې بشپړه کړه.

د رستورانت دغه کارکوونکي چې په چين کې د شمالي کوريا په رستورانت کې يې کار کاوه، په اپرېل مياشت کې جنوبي کوريا ته پناه يووړه.

پيونګ يانګ پر سيول تور لګولى چې د کارګرو دغه ډله يې نيولې، دغه هېواد يوه اضطراري کمېټه تشکيل کړې چې دغه کسان وژغوري، خو جنوبي کوريا وايي، دغه کسان په خپله خوښه ورغلي دي.

شمالي کوريا له خپلې خاورې بهر ١٣٠ رستورانتونه چلوي چې د پيونګ يانګ لپاره د عوايدو يوه مهمه سرچينه ګڼل کېږي.