د ترکمنو، بلوڅو او پشه یي قومونو یو شمېر استازي انتقاد کوي چې د ملي یووالي حکومت په ادارو جوړښتونو کې د دوی ونډه له پامه غورځولې ده.
دغه استازي چې نن یکشنبې په کابل کې د ترکمني، بلوڅي او پشه يي ژبو د ترویج په کنفراس کې راټول شوي و وايي، حکومت باید د دوی د نورو مشروع غوښتونو ترڅنګ یادې ژبې د لوړو زده کړو په درسي نصاب کې شاملې کړي.
د قومونو او قبایلو چارو وزیر ګلاب منګل چې په دغه کنفراس کې یې ګډون کړی و وايي، حکومت به د یادو قومونو د استازو غوښتونو مثبت ځواب ووايي.