د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې په دغه ولایت کې د غیرو مسؤلو وسله والو کسانو موجودیت خلکو ته جدي ستونزې پیدا کړي.
ددغه ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه غیرې مسؤل وسله وال عمداً د جلریز او بهسودو په ولسوالۍ کې فعاله دي.
ښاغلی هوتک وايي، دغه ستونزه یې، له امنیتي چارواکو سره شریکه کړې، خو هغوی هم ورته دومره پام نه کوي.
د شریف الله هوتک په خبره په میدان وردګو ولایت کې غیرې مسؤله وسله وال په حکومت کې دننه د ځینو کړیو ملاتړ هم له ځان لري، خو هغه ددغه کړیو په اړه جزییات ورنه کړل.