د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د بیلې شوي ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د ملا محمد رسول پرځای بل کس ددغه ډلې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
عبدالمنان نیازي نن له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې دا اوازې بې اساسه دي او لاهم ملا محمد رسول د دوی مشري کوي.
د شنبې په ورځ داسې رپوټونه خپارل شول چې ګواکې عبدالرروف عارف د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلې مشر ټاکل شوی دی.