ترکیه کې پر یوه واده بمي حملې ۲۲ تنه وژلي

ترکي چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې ۲۲ تنه پر یوه واده د بمي حملې په نتیجه کې ووژل شول.

د سیمې والي علي یرلیکایا وویل، په دې حمله کې چې پرون شنبه ناوخته په ګازیان تیپ ښار کې وشوه، ۹۴ تنه نور ژوبل شوي دي.

ده، دا برید تروریستي وباله او ویې ویل چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

د ترکیې مرستیال صدراعظم محمد سیمسیک وویل:

"داسي ښکاري چې دا وحشیانه حمله انتحاري وي."

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.