عمرخېل: خان اباد ولسوالي بېرته له طالبانو تصفیه شوه

د کندز والي وایي، د افغانستان امنیتي ځواکونو د خان اباد ولسوالي بېرته د وسله والو طالبانو له منګولو څخه وژغورله.

اسد الله عمرخېل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د خان اباد ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات د وسله والو له لږ مقاومت سره مخامخ وو.

هغه زیاته کړه:

"د خان اباد په ولسوالۍ کې له پنځو ورځو جګړو نه وروسته طالبانو د څلورو ساعتونو لپاره خان اباد ولسوالۍ نیولې وه او د یو ساعت عملیاتو په ترڅ کې بېرته د طالبانو له وجود څخه پاکه شوه."

د خان اباد ولسوال حیت الله امیري هم ازادي راډیو ته وویل چې ولسوالۍ تېر ماښام په اوو بجو بېرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغله.

ښاغلي عمر خېل وویل، د وسله والو په منځ کې د سیمه ییزو طالبانو تر څنګ، چیچیني او ازبک بهرني وسله وال هم شته.

طالبانو چې پرون سهار یې د خان اباد ولسوالۍ نیولې وه تر اوسه یې د امنیتي ځواکونو لخوا د بېرته نیولو په باب څه نه دي ویلي.